کورپاڼه / خبرونه / نوین الحق: راروانو څلور یا پنځه کلونو کې نړیوال جام ګټلی شو
نوين الحق

نوین الحق: راروانو څلور یا پنځه کلونو کې نړیوال جام ګټلی شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او چټک توپ اچونکی نوین الحق وايي، چې افغان لوبډله په راروانو څلور یا پنځه کلونو کې په نړیوال جام کې اتلولي خپله شي، ځکه چې په محدوده اورونو لوبو کې افغان لوبغاړي ډېر استعداد لري او سترو لوبډلو ته ماتې ورکولی شي.

نوین الحق اوسمهال په انګلستان کې دی چې هلته په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې لوبېږي، نوموړي په انګلستان کې له یوې رسنۍ سره په خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانستان ورو توپ اچونکي مشهور دي، خو هغه غواړي چې نړۍ ته وښايي، د افغانستان چټک توپ اچونکي که څه هم ډېر سپيډ نه لري خو مهارتونه لري.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې په ای پي ایل کې د لوبېدو ارمان هم ښکاره کړ او وې ويل چې دا یې ارمان دی چې د مهیندر سینګ دهوني په لوبډلمشرۍ کې په ای پي ایل کې ولوبېږي.

نوین الحق وویل، هیله یې دا ده، تر څو چې هغه په ای پي ایل کې اخیستل کېږي، چې تر هغه پورې مهیندر سینګ دهوني د ای پي ایل لوبې نه وي پرېښي.

نوموړي د خپلې خوښې د کرکټر په اړه وویل، چې مخکې يې حمید حسن خوښېده، خو اوس د جسپریت بومرا توپ اچونه خوښوي او همدا راز د روهیت شرما توپوهنه یې خوښېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …