کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نجیب زبردسته توپوهنه وکړه، خو لوبډله یې بریالۍ نه شوه
نجیب الله ځدراڼ

نجیب زبردسته توپوهنه وکړه، خو لوبډله یې بریالۍ نه شوه

نجیب الله ځدراڼ پرون د پاکستان سوپر لیګ کې چټکه او زبردسته توپوهنه ترسره کړه، خو د هغه لوبډله کراچۍ کنګز بریالۍ نه شوه او اسلام اباد ترې لوبه وګټله.

د پاکستان سوپر لیګ ۲۲مه لوبه پرون د کراچۍ کنګز او اسلام اباد یونایټیډ ترمنځ ترسره شوه، چې په پیل کې اسلام اباد پچه وګټله او لومړی یې کراچۍ ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کراچۍ کنګز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۰ منډې وکړې، چې له ډلې یې بابر اعظم ۸۱، نجیب الله ځدراڼ ۷۱ ناسوځېدلې او شرجیل خان ۲۵ منډې وکړې. د اسلام اباد له خوا عاکف جاوید، حسن علي، محمد وسیم او علي خان ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۹۱ منډو هدف د اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې په ۱۸.۴ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۸ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. د دوی له خوا کولین مونرو ۸۸ ناسوځېدلې او افتخار احمد ۷۱ ناسوځېدلې منډې وکړې. د کراچۍ له خوا وقاص مقصود او عباس اپریدي ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه افتخار احمد ته ورکړل شوه. د یادولو ده چې له پرونۍ لوبې سره اسلام اباد ۶ لوبو کې بریا خپله کړه او د ۱۲ نومرو سره په جدول کې تر ټولو مخکښه لوبډله شوه، کراچۍ کنګز بیا ۶ نومرې لري او څلورمه لوبډله ده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …