کورپاڼه / جالب / په هند کې یو هندو په جوماتونو کې په وړیا ډول د قران کریم آیتونه او حدیثونه لیکي

په هند کې یو هندو په جوماتونو کې په وړیا ډول د قران کریم آیتونه او حدیثونه لیکي

د هند د تلنګانه ایالت د حیدرآباد یو اوسیدونکی رسام او رنګمال له دې امله ډېر مشهور شوی، چې سره له دې چې هندو مذهبی هم دی خو بیاهم په جوماتونو کې د قران کریم آیتونه او حدیثونه لیکلي او په محفلونو کې نعتونه وایي.

د (پړلو) د ویبپاڼې د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه شخص انیل کمار چوهان نومېږي، نوموړی وایي چې لومړی په اردو بینرونه او نور شیان لیکل چې بیا وروسته یې عربي لیکل پیل کړل.

انیل کمار وایي چې یو ځل یې کیلیګرافي نندارې ته وړاندې کړه خو ډېره ونه پلورل شوه، چې دا فکر ور ولوید چې په وړیا ډول به جوماتونو کې د قران کریم آیتونه لیکي چې تر اوسه یې له سلو ډېرو جوماتونو کې وړیا کار کړی دی.

راپور زیاتوي چې انیل کمار ډېر نعتونه هم زده کړي او هر ځای چې د نعتونو محفلونه تیار شي نو نوموړی یې ضرور دعوت کړی وي. همدغه راز انیل کمار عربي، هندي، انګلیسي، اردو، تیلګو او بنګالي ژبې لیکلی شي.

نوموړی وایي چې:((زه یو هندو یم او مذهب زما خپله مسئله ده، زه د هر مذهب احترام کوم، غواړم چې هر ورور ښه ژوند وکړي. موږ باید په مینه ژوند وکړو او یو د بل احساساتو ته پام وکړو.))

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …