کورپاڼه / روغتيا / د ګرمۍ په ډېرېدو سره ناروغۍ ډېرېږي، خو څه ډول به ځان ترې ساتو؟

د ګرمۍ په ډېرېدو سره ناروغۍ ډېرېږي، خو څه ډول به ځان ترې ساتو؟

د ګرمۍ په ډېرېدو سره نه یوازې دا چې د انسان له بدن څخه ډېره خوله خارجېږي، بلکې ډېری یې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي او په طبیعت کې سستي، خرابوالی، سر ګرځیدل، کمزوري او په بدن کې د مالګو کمښت واقع کوي.

سربېره پر دې موسمي تبه، معرکه، د وینې فشار ټیټېدل او جګیدل او نورې ناروغۍ ډېرښت مومي او په ماشومانو کې د معرکې په ګډون د نورو ناروغیو سبب کېږي.

له ګرمۍ څخه د ژغورلو لپاره پرته له اړتیا له کوره مه وځئ، ډېرې اوبه وڅښئ، خو که بیاهم بهر وځئ نو یو بوتل اوبه او لمده ټوټه له ځان سره اخلئ او پر پوستکي لمر ضد کریم ووهئ. همدغه راز نرۍ جامې واغوندئ، که د مالګو له کمښت سره مخ یئ نو په اوبو یا شربت کې مالګه واچوئ او و یې څښي.

دغه راز هندواڼه چې نوي سلنه اوبه لري، استعمال یې د بدن اوبه پوره کوي او د ویټامین ای شتون یې د سرطان او د زړه ناروغیو مخنیوی کوي او ګورګورې هم د ګرمۍ په کمولو کې مهم رول لوبوي.

که چېرته د سبزیجاتو په اړه خبرې کېږي نو بادرنګ، ګازرې، سلاد او نعناع ددې موسم غوره خوراکي توکي دي، چې په ډېره اندازه اوبه لري چې د وینې په نري ساتلو سربېره د بدن تودوخه هم کمه ساتي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …