کورپاڼه / خبرونه / راشد خان: د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیالیو ته ډېر په تمه یم
راشد خان

راشد خان: د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیالیو ته ډېر په تمه یم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د افغانستان او پاکستان ترمنځ راتلونکو سیالیو ته لېوالتیا ښکاره کړې ده.

راشد خان چې اوسمهال د پاکستان سوپر لیګ کې د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبېږي، د کرکټ له یوې وېبپاڼې سره یې په خپلو خبرو کې وویل، چې هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیالیو ته ډېر په تمه دی.

نوموړي وویل، چې د غټو لوبډلو پر وړاندې د لوبې کولو سره په لوبغاړو کې په ځان باور ډېرېږي، زه دې لوبو ته په تمه یم او هیله من یم چې د کرکټ مینه وال به ډېرې ښې سیالۍ ننداره کړي.

د یادولو وړ ده چې افغانستان او پاکستان د نړیوال جام ته لارموندنې سوپر لیګ سیالۍ ترسره کوي، د دې سیالیو کوربه توب افغانستان کوي او په متحده عربي اماراتو کې به دا سیالۍ ترسره کېږي.

بلخوا راشد خان چې د لاهور قلندرز لوبډلې لپتاره لوبېږي، دغلته ډېر ځلېدلی دی او له هرې خوا څخه ستایل کېږي، نوموړي په دوه لوبو کې پرلپسې دوه ځل ښه لوبه ترسره کړه او دواړه لوبو کې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې یې هم ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …