کورپاڼه / روغتيا / آیا د وېده کېدو پر وخت موسیقي اورئ؟ تاوان یې دلته ولولئ

آیا د وېده کېدو پر وخت موسیقي اورئ؟ تاوان یې دلته ولولئ

د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د وېده کېدو پر وخت په بستره کې د موسیقۍ اورېدل خوب خرابوي، چې د روغتیا لپاره زیانمن ګڼل کېږي.

دغه څېړنه چې د خوب او موسیقۍ په اړه ترسره شوې، د بیلور پوهنتون د ارواپوهنې او نیورو ساینس استاد او پي ایچ ډي کوونکې مایکل سیکولین ترسره کړې.

مایکل سیکولین حس کړه چې په نیمه شپه کې د سندرې یا موسیقۍ په اورېدو سره دماغ راویښېږي، نو پرېکړه یې وکړه ترڅو معلومه کړي چې موسیقي پر خوب څه ډول اغېزې کوي.

نوموړی وایي چې زموږ دماغ هغه وخت هم موسیقي پروسیس کوي، کله چې موسیقي نه غږول کېږي او همدغه ډول کړنه په خوب کې هم ترسره کېږي.

نو هغه کسان چې ټوله ورځ موسیقي اوري او کله چې بیا بسترې ته ځي او هلته هم ورته کړنه ترسره کوي نو دغه کار یې خوب اغېزمنوي، چې په دې ډول یې روغتیا اغېزمنه کېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …