کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان: ډیویډ وارنر او کین ویلیمسن غوښتل چې موږ سره نورې روژې هم ونیسي
ډيويډ وارنر، کين ويليمسن او راشد خان

راشد خان: ډیویډ وارنر او کین ویلیمسن غوښتل چې موږ سره نورې روژې هم ونیسي

د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ  ورو توپ اچونکی راشد خان وايي چې د ای پي ایل سیالیو پر مهال ډیویډ وارنر او کین ویلیمسن غوښتل چې له موږ سره نورې روژې هم ونیسي.

نوموړي د کرکټ له یوې وېبپاڼې سره په خپله مرکه کې وویل، چې که د ای پي ایل سیالۍ د کورونا له وجې نه وای ځنډول شوې، نو ډیویډ وارنر او کین ویلیمسن له موږ سره ۱ یا ۲ نورې روژې هم نیولي.

هغه وویل، دواړو مخکښو کرکټرانو غوښتل چې موږ سره د روژې په میاشت کې برخه واخلي او په خپله دا تجربه وکړي، چې ټوله ورځ وږې او تږې تېرول څنګه وي.

راشد خان وویل، ډیویډ وارنر او کین ویلیمسن موږ سره پېشلمی هم ګډ کړی و او روژه ماتی یې هم ګډ وکړ، د هغوی د روژې نیول ډېر خوښ شو او غوښتل یې چې نورې روژې هم ونیسي، خو د ای پي ایل سیالۍ وځنډول شوې.

د یادولو وړ ده چې د ای پي ایل سیالۍ د روژې په میاشت کې پیل شوې وې، چې په سنرایزرز حېدراباد لوبډله کې د راشد خان، محمد نبي او مجیب الرحمان پرته ځینې نور هندي مسلمان لوبغاړي هم و، چې ټولو روژې نیولې، د همدې لوبډلې دوه مخکښو لوبغاړو ډیویډ وارنر او کین ویلیمسن هم له دوی سره روژه نیولې وه، چې راشد خان یې ویډیو په خپل انسټاګرام اکاونټ کې خپره کړې وه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …