کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان: له لوبې مخکې د توپوهونکو ویډیوګانې ګورم او کمزورۍ یې پېدا کوم
راشد خان

راشد خان: له لوبې مخکې د توپوهونکو ویډیوګانې ګورم او کمزورۍ یې پېدا کوم

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان چې اوسمهال د پاکستان سوپر لیګ کې لوبېږي، وايي چې له لوبې مخکې د مخالفې لوبډلې د توپوهونکو ویډیوګانې ګوري او د هغوی کمزورۍ لټوي، تر څو بیا یې په اسانه اوټ کړي.

نوموړي د کرکټ پاکستان وېبپاڼې سره په خپلو خبرو کې وویل، چې د توپ اچونې پر مهال خپل قوي اړخ او د توپوهونکي کمزوري اړخ ته پام کوم او هماغه ډول توپ اچونه ترسره کوم.

راشد خان وويل، چې مېدان ته د دې لپاره نه کوزېږي، چې ۵ لوبغاړي وسوځوي، بلکې کوشش کوي چې ښه توپ اچونه ترسره کړي چې توپوهونکي تر فشار لاندې راشي او بیا خپلې ویکټې له لاسه ورکړي.

نوموړي وویل، چې د لاهور قلندرز لوبډلې ته مې دوه لوبو کې بریا ورخپله کړه، چې پرې خوشحاله یم، د اسلام اباد یونایټیډ پر وړاندې په وروستۍ لوبه کې موږ ښه ونه ځلېدو، داسې بد وخت په هره لوبډله راځي، خو په بله لوبه کې به بیا د ښې لوبې کوشش وکړو.

راشد خان د یوې پوښتنې په ځواب کې د ویراټ کوهلي، کین ویلیمسن او بابر اعظم په اړه وویل، چې دا درې واړه د نړۍ غوره توپوهونکي دي او دا ویل چې کوم یو تر ټولو ښه دی، ګرانه ده، خو زه له ټولو په دې وجه متاثره یم چې دوی خپلې وړتیاوې پېژني او د یو ښه پلان سره توپوهنه پیلوي او مخکې ځي.

راشد خان د پېښور زلمي د ۵ لوبغاړو د سوځېدو په اړه دا هم وویل، چې له دغه لوبې وروسته ډېرو پښتنو ورته پېغامونه لېږلي دي، چې ولې یې د پېښور پنځه لوبغاړي سوځولي دي، هغه وویل، چې زه پوهېږم چې ځینې پښتانه په دې خپه شوي دي، خو زه چې د هرې لوبډلې لپاره لوبېږم، د ښې لوبې کولو کوشش کوم او ډېر پښتانه اوس زما لپاره د لاهور قلندرز لوبډلې ملاتړ کوي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …