کورپاڼه / جالب / هغه الوتونکی یا مرغۍ چې له ډیناسور سره ورته والی لري+ویډیو

هغه الوتونکی یا مرغۍ چې له ډیناسور سره ورته والی لري+ویډیو

په هند کې د راهول په نوم یو ډاکتر د کور په بالکوني کې له ناستو الوتونکو څخه ویډیو کړې او خپره کړې یې ده، خو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو بیا وایي چې دا خو د ډیناسور غوندې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه ډاکتر د هند د ممبۍ اوسیدونکی دی او د ګری هورنبل په نوم له الوتونکو یې ویډیو کړې او په ټویټر یې خپره کړې.

دغه دواړه الوتونکې یا مرغۍ جوړه ښکاري، چې د ډاکتر راهول د کور په بالکوني کې ناستې وې او له هغه ډیناسورو سره ورته والی لري چې الوتل به او د الوتلو ډول یې هم د ډیناسورو په څېر دی.

د ذکر شوو علتونو په سبب د ټولنیزو رسنیو کاروونکو دغه الوتونکې یا مرغۍ له ډیناسورو سره ورته ګڼل شوې.

راهول دغه ویډیو د جون په لسمه نیټه خپره کړې او په سرلیک کې یې لیکلي:((سهار پخیر، دا مرغۍ وپېژنئ، دا زموږ د یو ملګري ډاکتر د کور په بالکوني کې ناسته وه.)) یو کس ورته لیکلي که ما دا مرغۍ نه پېژنده نو ډیناسور مې ګاڼه.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …