کورپاڼه / اسعار / ۲۵\۰۳\۱۴۰۰: ډالر د افغانۍ پر وړاندې نور هم پورته شو
د اسعارو تازه بیې ۲۵، ۰۳، ۱۴۰۰

۲۵\۰۳\۱۴۰۰: ډالر د افغانۍ پر وړاندې نور هم پورته شو

د پرون په پرتله نن (۱۵ جون ۲۰۲۱\ ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰) ډالر د افغانیو پر وړاندې نور هم پورته شوي دي، چې اوس ۱ امریکايي ډالر ۷۸.۳۰ افغانیو ته رسېدلی دی، نن په ډالر کې ۱۰ پوله زیاتوالی راغلی دی.

پرون د ۱ امریکايي ډالر بیه ۷۸.۲۰ افغانۍ وه، د اخیستلو بیه یې بیا ۷۸.۸۰ افغانۍ وه، خو نن د ډالرو د خرڅ بیه ۱۰ پوله پورته شوې ده او ۷۸.۳۰ افغانۍ ته پورته شوی دی، همدا راز ۷۸.۹۰ افغانۍ یې بیا د اخیستلو بیه ده.

خو په سرای شهزاده کې بیا د ۱ امریکايي ډالر بیه ۷۸.۷۰ افغانۍ ده. د سرای شهزاده او د افغانستان د بانکونو په بیو کې تل توپير لیدل کېږي.

په نورو اسعارو کې بیا د سعودي عربستان ریال په ۲۰.۸۰ افغانۍ، یورو په ۹۴.۶۵ افغانۍ، پاونډ په ۱۰۹.۱۰ افغانۍ، فرانک په ۸۵.۸۰ افغانۍ او د اسټرالیا ډالر په ۵۹.۴۰ افغانۍ دي.

همدا راز د پاکستان ۱۰۰۰ روپۍ په ۴۹۶ افغانۍ، د هند ۱۰۰۰ روپۍ په ۱۰۶۵ افغانۍ، د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۳۵ افغانۍ دي او د ترکیې ۱ لیره په ۹.۶۰ افغانۍ  ده.

دا هم ولولئ

بلاول بهټو او عمران خان

بلاول بهټو: د عمران خان لاسپوڅي حکومت ولس د بې وزلۍ کندې ته رسولی

پاکستانی ځوان سیاستوال او د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بهټو زرداري د پاکستان …