کورپاڼه / جالب / کڼې سپۍ اشاروي ژبه زده کړه او د څارویو ساتنه یې پیل کړه

کڼې سپۍ اشاروي ژبه زده کړه او د څارویو ساتنه یې پیل کړه

د پیګي په نوم یوې سپۍ د څارویو څارنه کوله، چې د نهو کلونو په عمر کوڼ شو او په دې سره له هر ډول کاروبار څخه ولوید، خو اوس یې اشاروي ژبه زده کړې او هر کار په ښه ډول سره کوي.

کلواي شارټن چې د سپۍ څښتنه ده، هغه یې یو مرکز ته یوړه او هلته یې ورته اشاروي ژبه زده کړه او بېرته یې د څارویو ساتنه پیل کړه.

د یادولو وړ ده چې د څارویو ساتونکي سپیو ته د شپېلک او غږ په کولو سره امر ورکول کېږي او له دې وروسته چې پیګي کوڼ شو نو څښتن یې پرېکړه وکړه چې اشاروي او بدني ژبه به ور زده کوي.

لومړی سپۍ ته د لاسونو اشارې ور وښودل شوې، کله چې یې هغه زده کړې او کله چې د ډېر ښه لپاره د ګوتې اشاره وشي نو ډېر خوشحاله کېږي. له دې وروسته بیا څړ ځای ته لاړ او د څارویو ساتنه یې پیل کړه.

خو تر اوسه پورې په دې اړه معلومات نشته چې دغه سپۍ ولې کڼه شوې وه، ځکه چې په غوږ کې یې داسې څه نه و لیدل شوي چې د کڼېدو دلیل یې وګڼل شي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …