کورپاڼه / روغتيا / اچار د انسان پر روغتیا څه ډول اغېزې کوي؟

اچار د انسان پر روغتیا څه ډول اغېزې کوي؟

له پخوا زمانو راهیسې په اسیایي او اروپایي هیوادونو کې (فرمینټډ فوډ) یعنې له سرکې او نورو توکو څخه جوړه شوې غذا په عام ډول سره استعمالېږي چې اچار هم ورته ویل کېږي.

د خوراکي توکو کارپوهان او روغتیاپالان وایي چې اچار د ګڼو طبیعي توکو لرونکې وي، د بېلګې په توګه سرکه، سور مرچک، بادیان، د شړشمو تېل او دانه، کورکمن، توره دانه، مالګه، الوبالو، لېمو، ګازرې، هوږه، شنه مرچک او شیان اچول کېږي چې د روغتیا لپاره ډېرې زیاتې ګټې لري.

دغه راز ذکر شوي توکي د انټي اکسایدو او د انټي انفلامینټري ځانګړتیاوو په درلودلو د میکروبونو او وایروسونو څخه مخنیوی کوي او د سرطاني ناروغیو خطر کموي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې د هر ډول اچار په خوړلو سره ټول اړین ویټامینونه او منرالونه د بدن برخه ګرځي او د پیاوړتیا په ورکولو کې یې مرسته کوي. همدغه راز دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د وینې کمښت او د نظر کمزوري ختموي.

په اچارو کې د پرو بیوټیک شتون د معدې روغتیایي بکتریاوو ته وده ورکوي او فعالیتونه ښه کوي. ترڅنګ یې د بدن وزن هم کموي. خو ډېر استعمال یې زیانمن تمامېږي او د فشار د لوړېدو سبب کېږي او د شکر ناروغانو ته هم زیانمن تمامېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …