کورپاڼه / روغتيا / تور مرچ د روغتیا ترڅنګ د پوستکي په ښکلا کې هم حیرانوونکې ګټې لري

تور مرچ د روغتیا ترڅنګ د پوستکي په ښکلا کې هم حیرانوونکې ګټې لري

تور مرچ له پېړیو راهیسې د مسالې په توګه استعمالېږي، چې د بېلابېلو ناروغیو د مخنیوي ترڅنګ د پوستکي په ښکلا کې هم مهم رول لوبوي.

روغتیاپالان وایي چې په سل ګرامه تورو مرچو کې   ۲۵۱ کالوري، ۵ سلنه فیټ، ۷ سلنه سیچوریټډ فیټ، ۲۱ سلنه پوتاشیم، ۱۰۰ سلنه ډایټري فایبر، ۱۰ سلنه پروټین، ۱۰ سلنه ویټامین ای، ۴۴ سلنه کلسیم، ۵۳ سلنه اوسپنه، ۱۵ سلنه ویټامین بي ۶، ۴۲ سلنه میګنیزیم او ۲۰ ملي ګرامه سودیم موندل کېږي.

روغتیایي کارپوهان زیاتوي چې د تورو مرچو په استعمال سره معده، کولمې او مجموعي روغتیا ښه والی مومي او د قبض مخنیوی هم کوي. همدغه راز دفاعي سیستم ته پیاوړتیا هم ورکوي، وزن کموي او د وایروسي ناروغیو په ګډون د سرطاني ناروغیو مخنیوی کوي.

دغه راز د تورو مرچو په استعمال سره د بې شمېره جلدي ناروغیو مخنیوی هم ممکن کېږي او د استعمال په پایله کې پوستکی ښکلی او صاف وي او داغونه یې له منځه ځي.

او یوه بل حیرانوونکې ګټه یې داده چې د جامو رنګ هم ښکلی او هماغسې تېز ساتي. نو که چېرته تاسې هم له دا ډول ستونزو سره مخ یئ نو د کاليو وینځلو ماشین ته لږ مرچ ور واچوئ او په دې ډول د جامو رنګ وساتئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …