د سویلي افریقې پخوانی کپتان فاف ډوپلیسي چې د پاکستان په تجارتي لیګ (پي ایس ایل) کې د کویټه ګلیډیټرز لوبډلې سره لوبېږي او په همدې لیګ کې د پیښور زلمیو پر وړاندې په یوه لوبه کې د توپ نېونې پرمهال سخت زخمي شوی و، اوس یې ورته میرمن په اندیښنه کې ده.
فاف ډوپلیسي چې د پیښور زلمیو پر وړاندې په لوبه کې یې توپ نېونه کوله، د پاکستاني توپ اچونکې محمد حسنین سره یې ټکر وکړ او له هغې وروسته تر روغتونه پورې ورسول شو.
اوسمهال د فاف ډوپلیسي میرمنې د ټولنیزې رسنۍ انستاګرام پر سټورۍ د خپل خاوند د زخمي کیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې. هغې لیکلي چې:((زه اوس سخته ځورېږم، هغه به یې ضرور روغتون ته وړی وي.))
دا په دې حال کې ده چې له دې وړاندې کله چې ډوپلیسي زخمي شو، نو په ټولنیزه رسنۍ ټویټر د خپلو مینوالو لپاره یو پیغام خپور کړ چې ترڅو اندیښنه یې ختمه شي.
نوموړي ویلي ول چې پر سر د زخمي کیدو په سبب یې په حافظه کې یو څه ستونزه پیدا شوې، خو ژر به ښه شي او بیابه په لوبو کې ولیدل شي.