کورپاڼه / روغتيا / یوه داسې آله جوړه شوې چې د زړه د حملې وړاندوینه کوي

یوه داسې آله جوړه شوې چې د زړه د حملې وړاندوینه کوي

روغتیایي کارپوهان یو داسې نوی د خطرونو محاسبه کوونکی یا کالکولیټر جوړ کړی، چې د زړه له حملې وړاندې خبر ورکوي.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه آله (سکور ټو ریسک) نومېږي او څو کاله وړاندې د زړه د حملو او نورو ناروغیو په وړاندوینه کې مرسته کوي.

دغه محاسبه کوونکی ډاکترانو ته خبر ورکوي چې په لسو کلونو کې ناروغ څه وخت د زړه له حملې سره مخ کېږي او روغتیاپالان دغه اله د طب په نړۍ کې مهم پرمختګ ګڼي او وایي چې په مرسته به خلک د زړه له ناروغیو وژغورل شي.

دا محاسبه کوونکی د یو شخص عمر، د کلیسترول کچه، جنس، د وینې فشار او د سګریټ څکونې د عادت اړوند معلومات اخلي او د زړه او اړوندو ناروغیو وړاندوینه کوي.

له څنګه چې د یوې طبي څېړنې له مخې ویل کېږي په هرو څلورو هغه ناروغانو کې چې د زړه حملې سره مخ کېږي، ځینې داسې نښې، نښانې لري چې په واضح ډول سره نه څرګندېږي، نو دغه ډول ناروغانو لپاره دا آله ګټوره تمامېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …