کورپاڼه / جالب / د هغه دوه غبرګونو خویندو په زړه پورې کیسه چې پر یو هلک یې زړه وبایله

د هغه دوه غبرګونو خویندو په زړه پورې کیسه چې پر یو هلک یې زړه وبایله

د استرالیا د پرت ښار اوسیدونکو پنځه دیرش کلنو غبرګونو خویندو اینا او لوسي دواړه په اوه دیرش کلن بین بایرنزسی مینې شوې او له تېرو لسو کلونو راهیسې ورسره یوځای اوسېږي.

اوس دواړو خویندو له بین سره کوژده وکړه او په زړه پورې یې دا چې دواړه یوځای سباناری کوي، یوځای تشناب ته ځي او د دواړو تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې ډېر خلک خوښوي.

د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه دواړه خویندې چې اینا او لوسي نومېږي، غبرګونې دي او څېرې یې هم سره ورته دي، خو په زړه پورې یې بیا داده چې دواړه په یو شخص مینې شوي او یوځای ورسره ژوند کوي.

بین چې له اینا او لوسي سره یې کوژده کړې وایي چې دواړه ورته ګرانې دي او غواړي چې ټول ژوند ورسره یوځای تېر کړي، خو د استرالیا قانون دا اجازه نه ورکوي چې درې کسان دې سره واده وکړي نو دوی هم هڅه کوي چې کوم بل هیواد ته لاړ او هلته واده وکړي.

بل لوري ته اینا او لوسي وایي چې دواړه له ماشومتوب څخه یو ډول شیان خوښوي او کله چې یې په همدې ډول په یو هلک زړه وبایله نو عجیب ورته ښکاره نه شو، دوی اوسمهال یوځای اوسېږي او هڅه کوي چې پر یو وخت ماشوم هم وزېږوي.

دا هم ولولئ

هغه هیواد چې اوسیدونکو یې له ډېر غربته چرګان قرباني کړل

د لوی اختر په راتګ سره د نړۍ ټول مسلمانان سنت ابراهیمي پرځای کوي او …