کورپاڼه / جالب / په سویلي افریقا کې د کیندنو پرمهال الماس موندل شوي

په سویلي افریقا کې د کیندنو پرمهال الماس موندل شوي

د سویلي افریقې یو اوسیدونکې ادعا کړې، چې ددې هیواد په یو کلي کې یې د کېندنو پرمهال لوړ بیه یا لوړ قیمته الماس یا قیمتي ډبرې موندلې دي.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي د جنوبي افریقې یو اوسیدونکې ددې هیواد په یو کلي کې یوه داسې ډبره موندلې، چې په اړه یې ادعا کېږي چې ګوندې دا به الماس وي.

راپور زیاتوي چې په دې سیمه کې د جون له دولسمې نیټې راهیسې کېندنې روانې دي او د یاد هیواد د بېلابېلو سیمو ورته خلک ددې لپاره راځي ترڅو خپل بخت وازمایي.

بل لوري ته ویل کېږي چې دغه ډبره چې په اړه یې د الماس ادعا کېږي، له سلو څخه تر دوه سوو ډالرو پورې پلورل کېږي.

د سویلي افریقې د چارواکو له لورې ویل شوي چې تر اوسه پورې دا نه ده تایید شوې چې دغه ډبرې دې الماس یا قیمتي ډبرې اوسي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …