کورپاڼه / جالب / هندوانو د (کورونا ماتا) په نوم مندر جوړ او عبادت یې پیل کړ

هندوانو د (کورونا ماتا) په نوم مندر جوړ او عبادت یې پیل کړ

د هند د اتر پردیش ایالت د شکلاپور کلي اوسیدونکو چنده راټوله کړې او د (کورونا ماتا) مندر پرې جوړ او عبادت یې پیل کړ.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې ځینو هندوانو کورونا ته د خدای ګوټي درجه ورکړې وه او عبادت یې کاوه ترڅو کورونا پرې رحم وکړي، چې په همدې لړ کې یې اوس د (کورونا ماتا) مندر هم جوړ کړ.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه مندر د شکلاپور په کلي کې د یوې ونې لاندې جوړ شوی، چې نه یوازې ځایي اوسیدونکې یې عبادت کوي بلکې د شاوخوا سیمو خلک هم ورته راځي او نذرونه ورکوي ترڅو پر وینا یې د کورونا خدای ګوټې خوشحاله شي او دغه وبا ختمه شي.

په دې اړه یو ځایي اوسیدونکی وایي چې د کلي خلکو د کورونا په سبب په زرګونه مړي ولیدل نو پرېکړه یې وکړه چې د ونې لاندې به مندر جوړوي او د (کورونا ماتا) عبادت به کوي، ترڅو خوشحاله شي او خلک ترې په امان شي.

ترټولو په زړه پورې یې داده چې په دې کوچني مندر کې یې یوه سپینه مجسمه هم ایښې، چې ماسک یې هم ورته اچولی او خلک ورته د عبادت په کولو سربېره د خوږو شیانو او نغدي روپۍ هم نذرانه کوي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …