کورپاڼه / جالب / یو شخص د خپلو بې شمېره میرمنو په شتون کې (۳۷) واده وکړ

یو شخص د خپلو بې شمېره میرمنو په شتون کې (۳۷) واده وکړ

په یوځای د څلورو یا پنځو ودونو په اړه به مو اورېدلي وي، خو دا به مو لا نه وي اورېدلي چې یو شخص د بې شمېره میرمنو ترمخ اوه دیرشم واده کوي.

په دې ورځو کې پر ټویټر د یو زوړ سړي ویډیو لاس په لاس کېږي، چې اوه دیرشم واده کوي او دغه ویډیو چې پنځه څلویښت ثانیې ده د روپن شرما په نوم د یو شخص له تایید شوي اکونټ څخه خپره شوې.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې یو زوړ سړی له یوې ښکلې ناوې سره ناست وي او په اړه یې ادعا کېږي چې دا یې اوه دیرشم واده دی او د اته ویشتو میرمنو، یو سلو، پنځه دیرشو اولادونو او د یو سلو، شپږویشتو لمسیو ترمخ یې واده وکړ.

خو تر اوسه پورې دا نه دي ویل شوي چې دغه شخص څوک او د کوم ځای اوسیدونکی دی. بل لوري ته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم پر ویډیو تبصره کړې یو لیکلي څه ښه قسمت لري، بل لیکلي چې دی دلته ځان نه شي ټینګولی.

له وړاندې د زمبابوې یو اوسیدونکی چې شپږ شپېته کاله عمر یې لرو او یو تقاعد شوی فوځي و، ادعا یې کړې وه چې شپاړس میرمنې او یو سلو، یو پنځوس اولادونه لري خو بیاهم هیڅ کاروبار نه کوي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …