کورپاڼه / هنر او کلتور / محکمې د کنګنا رناوت د پاسپورت د نوي کولو غوښتنه رد کړه

محکمې د کنګنا رناوت د پاسپورت د نوي کولو غوښتنه رد کړه

د هند حکومت د بالیووډ د فلمونو اداکارې یا هنرمندې کنګنا رناوت غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې پاسپورټ ورته نه نوي کوي.

کنګنا رناوت چې له فلمونو ډېره د رسنیو سر ټکی ګرځیدلی او کله ناکله په ټولنیزو رسنیو او تلویزوني خپرونو د بحث موضوع هم ګرځېږي. همدغه راز د جنجالي بیانونو په سبب یې خپل ټویټر هم له لاسه ورکړی خو اوس په یو بله ستونزه کې ګېره شوې.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې کنګنا رناوت د ممبۍ له سترې محکمې غوښتنه کړې، چې له مخې یې ویل شوي ول چې د سپتمبر په پنځلسمه یې د پاسپورت وخت ختمېږي.

راپور زیاتوي کله چې نوموړې د پاسپورت د نوي کولو غوښتنه وکړه نو چارواکو یې د جنجالي تویټونو د قضیې په اعتراض کې د پاسپورت له نوي کولو ډډه وکړه.

کنګنا له محکمې غوښتنه کړې چې دا یوه اداکاره ده، چې د خپل مسلک په لړ کې له هیواد څخه بهر ځي او د پاسپورت موده ختمېدل ورته ستونزې جوړوي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …