کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کوټې د لاهور لوبډلې ته ۱۵۹ منډې هدف وټاکه
راشد خان او محمد حفیظ

کوټې د لاهور لوبډلې ته ۱۵۹ منډې هدف وټاکه

راشد خان یو ځل بیا ښه توپ اچونه ترسره کړه خو یوازې ۱ ویکټ یې په برخه ورسېده او د کوټې ګلیډیټرز لوبډلې بیا ۱۵۸ منډې ترلاسه کړې، چې لاهور ته یې د ۱۵۹ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) ۲۳مه لوبه د کوټې ګلیډیټرز او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ روانه ده، د لوبې په پیل کې لاهور قلندرز پچه ګټلې وه او لومړی یې کوټې ګلیډیټرز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کوټې ګلیډیټرز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۸ منډې وکړې، چې له ډلې یې جیک ویدرالډ ۴۸، سرفراز احمد ۳۴ ناسوځېدلې او اعظم خان ۳۳ منډې وکړې.

د لاهور قلندرز له خوا جیمس فولکنر ۳، راشد خان او محمد حفیظ ۱-۱ ویکټ واخیستې. راشد خان دا ځل په ۴ اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې.

د یادولو وړ ده چې لاهور قلندرز په ۷ لوبو کې ۵ لوبې ګټلي او د ۱۰ نومرو سره په جدول کې دویمه لوبډله ده، خو کوټې بیا په ۷ لوبو کې ۶ لوبو کې ماتې خوړلې ده او په جدول کې تر ټولو وروستۍ لوبډله ده چې یوازې ۲ نومرې لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …