کورپاڼه / خپلواک / د اصغر، نبي او حضرت د ښې توپوهنې په مټ افغانستان ویسټ انډیز ته ۲۵۰ منډې هدف وټاکه
نبي، اصغر او حضرت

د اصغر، نبي او حضرت د ښې توپوهنې په مټ افغانستان ویسټ انډیز ته ۲۵۰ منډې هدف وټاکه

خپلواک وېبپاڼه (۱۱ نومبر ۲۰۱۹): د اصغر، حضرت او نبي په زړه پورې توپوهنې او پنځوسیزو پر مټ افغان لوبډلې د ویسټ انډیز لوبډلې ته ۲۵۰ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې، چې د هند د لکنو ښار په ایکانا لوبغالي کې ترسره کېږي، د ویسټ انډیز لوبډلمشر د لوبې پچه وګټله او افغان لوبډلې ته يې لومړی د توپوهنې بلنه ورکړه.

حضرت الله ځاځی او ابراهیم ځدراڼ توپوهنې ته راووتل، نننۍ لوبه د ابراهیم ځدراڼ لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه وه، خو نوموړي ونه شول کولای چې ښه توپوهنه ترسره کړي.

ابراهیم ځدراڼ یوازې ۲ منډې کړې وې چې خپله ویکټه يې له لاسه ورکړه، همدا راز رحمت شاه هم په توپوهنه کې ناکامه شو او د ۱۰ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېده، اکرام علي خېل هم یوازې ۹ منډې وکړې او له مېدانه بهر شو.

که څه هم د افغان لوبډلې توپوهنه له سخت حالت سره مخ وه، خو حضرت الله ځاځي مقاومت وکړ او د ویسټ انډیز پر وړاندې يې ښه توپوهنه ترسره او پنځوسیزه يې پوره کړه.

تر هغه وروسته اصغر افغان او نجیب الله ځدراڼ افغان لوبډله له سخت حالت نه رابهر کړه، خو نجیب الله ځدراڼ هم د ۳۰ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېده.

له هغه وروسته محمد نبي د اصغر ملګرتیا ته راغی او دواړو په ګډه په زړه پورې توپوهنه پيل کړه، چې د ۱۲۷ منډو ملګرتیا يې وکړه.

اصغر افغان ۸۶ منډې وکړې او په مجموعي ۱۴۵ منډو يې خپله ویکټ له لاسه ورکړه.

همدا راز محمد نبي هم ۵۰ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې افغانستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۹ منډې ترلاسه کړې.

د ویسټ انډیز لپاره کیمو پاول ۳، الزاري جوسیپ ۲ او روسټون چیس ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو ده چې د درې یو ورځنیو لوبو په لوبلړۍ کې ویسټ انډیز لومړۍ دوه لوبې ګټلي او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړې ده.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …