کورپاڼه / جالب / هغه ماهي چې په تخنولو سره د انسان په څېر خاندي+ویډیو

هغه ماهي چې په تخنولو سره د انسان په څېر خاندي+ویډیو

تاسې به په ټولنیزو رسنیو یاهم یوټیوب کې د سمندري حیواناتو اړوند ډېرې ویډیوګانې لیدلي وي. همدغسې یوه ویډیو پر ټیک ټاک هم خپره شوې، چې له مخې یو پتنګ ډول ماهي چې سټنګری نومېږي لیدل کېږي.

ددې ویډیو ځانګړې خبره داده چې کله ښکاري ماهي په غاړه یا خېټه کې وتخنوي، نو د انسانانو په څېر غبرګون ښیي او په څېره خندا څرګندېږي.

دغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې د زرګونو کسانو له لورې لیدل شوې او بې شمېره خلکو شیر کړې هم ده. که څه هم له یو لورې دغه ویډیو د خلکو له لورې ډېره خوښه شوې نو بل لورې ته یې د غم او غوسې څرګندونې هم کړي.

دا ویډیو له اوه څلویښت میلونو څخه ډېرو کسانو خوښه کړې او د خلکو غبرګونونه په دوه برخو ویشل شوي، یوې ډلې ویلي چې دا ډول په بې ژبو حیواناتو ظلم دی.

یو شخص لیکلي وګورئ هغه څومره ښکلي خوشحاله دی، که چېرته تاسې له ټولې ورځې ستړي یئ نو دا ویډیو وګورئ نو خپګان به مو لېرې شي. یو بل لیکلي چې د ټیک ټاک لپاره ماهي ته ځور ورکوي، چې ساه یې بندېږي او هیله څرګنده کړې چې ژر به یې اوبو واچوي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …