کورپاڼه / جالب / آیا له فضایي مخلوق سره اړیکه انساني ژوند ته خطر پېښوي؟

آیا له فضایي مخلوق سره اړیکه انساني ژوند ته خطر پېښوي؟

د فضایي مخلوق په اړه د راپورونو له څېړلو وروسته معلومه شوې چې له دغه ډول مخلوق سره اړیکه نېول د انسان ژوند پای ته رسولی یاهم له خطر سره یې مخ کولی شي.

په دې اړه د ساینسپوهانو د یو راپور له مخې ویل شوي، چې له فضایي مخلوق سره اړیکه نېول نه وي پکار او دغه کړنه د انساني ژوند لپاره لوی خطر پېښوي.

راپورونه وایي چې ساینسپوهانو هڅه پیل کړې، ترڅو ستور پېژندونکې دې ته اړ کړي چې له فضایي مخلوق سره د اړیکو نېولو هڅه ونه کړي.

ساینسپوهان زیاتوي چې ستور پېژندونکې باید دومره خوش باوره نه شي چې ګوندې فضایي مخلوق به د انسان ژوند ته ګټور تمام شي، ځکه چې له دې مخلوق سره اړیکه نېونه زموږ لپاره زیانمنه تمامېږي.

د یادولو وړ ده چې ساینسپوهانو دغه راپور وروسته له هغې خپور کړی، کله چې یې د فضایي مخلوق د بېړۍ په اړه څېړنې ترسره کړې.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …