کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د سرفراز احمد او شاهین اپریدي ترمنځ د لوبې پر مهال شخړه + ویډیو
شاهین شاه اپریدی

د سرفراز احمد او شاهین اپریدي ترمنځ د لوبې پر مهال شخړه + ویډیو

کرکټ چې د ښاغلو لوبه ورته ویل کېږي، ځینې وخت پکې داسې پېښې هم رامنځته کېږي، چې د ښاغلو سره ښه نه ښکاري او نه یوازې دا چې د لوبې خوند خراب کړي، بلکې د خلکو تر سختو نیوکو لاندې هم راشي.

تازه د پاکستان سوپر لیګ په نننۍ لوبه کې چې د کوټې ګلیډیټرز او لاهور قلندرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د سرفراز احمد او شاهین شاه اپریدي ترمنځ شخړه ترسره شوه، چې ویډیو یې هم په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.


په ۱۹م اور کې چې کله شاهین شاه اپریدي سرفراز احمد ته باونسر وکړ، نو د دواړو ترمنځ سختې جملې تبادلې شوې او یو بل پسې ورنږدې هم شو، چې نور لوبغاړي یې رامنځته شو او دواړه یې له یو بل څخه لیرې کړل.

شاهین شاه اپریدی د لاهور قلندرز او سرفراز احمد د کوټې ګلیډیټرز لوبډلو لپاره لوبېږي، دواړه لوبغاړي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي هم دي، چې سرفراز احمد بیا د پاکستان کپتان هم پاتې شوی او د کوټې کپتان هم دی.

په دغه لوبه کې بیا کوټې ګلیډیټرز د لاهور قلندرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او په روان لیګ کې یې دویمه لوبه کې بریا خپله کړه، خو په جدول کې د لیګ تر ټولو وروستۍ لوبډله ده.

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلوونکو لوبه لپاره لوبډله اعلان کړه، …