کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستانی مفتي عزیزالرحمان له جامعه منظور الاسلامیه څخه وشړل شو
مفتي عزیزالرحمان ۱

پاکستانی مفتي عزیزالرحمان له جامعه منظور الاسلامیه څخه وشړل شو

د پاکستان د یوې مشهورې مدرسې یو مفتي عزیز الرحمان یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، چې هغه په مدرسه کې دننه له یو ځوان سره غېر اخلاقي کار ترسره کوي.

دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې ډېر په چټکۍ سره خپره شوه، چې د ویډیو له خپرېدو وروسته جامعه منظور الاسلامیه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره مفتي عزیزالرحمان شړلی دی.

نوټس برخاستګي

د معلوماتو له مخې، ویل کېږي چې مفتي عزیز الرحمان د مولانا فضل الرحمان د ګوند جمعیت علما اسلام یو مهم ایالتي غړی هم دی، خو یاد ګوند تراوسه پورې د هغه په اړه څه نه دي ویلي.

د جامعه منظور الاسلامیه مسوول مولانا اسدالله فاروق له خوا په دغه خبرپاڼه کې لیکل شوي دي، چې د مفتي عزیزالرحمان یوه ویډیو چې د هغه له شاګرد سره جوړه شوې ده، ورته د کوڅې ځینو خلکو وروړې وه.

دوی زیاتوي، چې دغه ویډیو د مفتي عزیز الرحمان زوی هم ولیده او له دې امله هغه له دندې لیرې شوی دی، چې د هغه د کارونو ذمه وار جامعه منظور الاسلامیه نه ده.

دا هم ولولئ

خوزستان

ایرانیان تندې اخیستي، د حکومت پر ضد یې احتجاجونه لا پراخ شوي

د ایران په خوزستان کې د لسو ډېرو ښارونو کې خلک د حکومت پر ضد …