خپلواک وېبپاڼه (١١ نومبر ٢٠١٩): د ويسټ انډيز لوبډلې ويکټ ساتونکي او توپوهونکي نيکولاس پوران د افغانستان پر وړاندې په دريمه يو ورځنۍ لوبه کې له توپ سره ورانى کړى دى چې د کمرې د سترګې ښکار شوى دى.
نيکولاس پوران په ويډيو کې ليدل کېږي، چې د توپ د خرابولو هڅه کوي چې بال ټېمپرينګ هم ورته ويل کېږي او د کرکټ نړيوالې شورا د قانون تر مخه، دا ډېر سخت جرم دى.
نيکولاس پوران چې د افغانستان پر وړاندې يې د ويسټ انډيز لپاره ډېره ښه توپوهنه ترسره کړې ده، هغه په تېره لوبه کې د ښې توپوهنې له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړې وه.
خو د درې يو ورځنيو لوبو په وروستۍ يا دريمه لوبه کې ليدل کېږي، چې نيکولاس پوران لاس ته کله توپ ورشي، نو هغه هڅه کوي چې توپ په خپل نوک باندې خراب کړي، تر څو دوى وکولاى شي چې افغان لوبغاړي په اسانۍ سره وسوځوي.
Hmm… 🤔#MeninMaroon #AFGvWI #AfgvsWI #WIvAFG @ACBofficials @windiescricket pic.twitter.com/my9MNjTkQI
— Paulami Chakraborty (@Polotwitts) November 11, 2019
تر دې مخکې د اسټراليا مخکښ توپوهونکي سټيو سميت، ډيويډ وارنر او کېمرون بېنکرافټ په يوه لوبه کې توپ خراب کړى و، چې د کرکټ نړيوالې شورا پرې سخت ګام پورته کړ، خو د اسټراليا کرکټ بورډ په دغه جرم باندې درې واړه د يو کلن بندېز سره مخ کړل، چې يو کال له هر ډول کرکټ څخه ليرې پاتې و.
د يادونې وړ ده چې د کرکټ په لوبو کې دا ډول پېښې ډېرې ترسره شوي دي، خو دا به وروسته معلومه شي چې د کرکټ نړيواله شورا د ويسټ انډيزي نيکولاس پوران په دغه حرکت باندې هغه ته کومه سزا ورکوي او که نه، ځکه په ويډيو کې په واضحه ډول ښکاري، چې نيکولاس پوران د نوک په مرسته د توپ د خرابولو هڅه کوي.