کورپاڼه / تجارتي ليګونه / حضرت الله ځاځي د پاکستان سوپر لیګ کې ریکارډ جوړ کړ
حضرت الله ځاځی ۱

حضرت الله ځاځي د پاکستان سوپر لیګ کې ریکارډ جوړ کړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکي د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) په خپله لومړۍ لوبه کې زبردسته او چټکه توپوهنه ترسره کړه او ریکارډ یې جوړ کړ.

حضرت الله ځاځی چې د پېښور زلمي لوبډلې لپاره لوبېږي، پرون یې د کراچۍ کنګز پر وړاندې په پي ایس ایل کې خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه او چټکه پنځوسیزه یې ووهله.

نوموړي په ۱۷ توپونو چټکه پنځوسیزه ووهله، چې د پاکستان سوپر لیګ په تاریخ کې د کامران اکمل او اصف علي سره ګډ د چټکې پنځوسیزې ریکارډ یې خپل کړ.

کامران اکمل چې د پېښور زلمي لپاره لوبېږي، په ۲۰۱۸ کال کې يې د کراچس کنګز پر وړاندې په ۱۷ توپونو چټکه پنځوسیزه وهلې وه او اصف علي چې د اسلام اباد یونایټیډ لپاره لوبېږي په ۲۰۱۹ کال کې یې د لاهور قلندرز په وړاندې په ۱۷ توپونو چټکه پنځوسیزه وهلې وه، چې اوس دا کارنامه حضرت الله ځاځي هم وکړه.

د پي ایس ایل چټکې پنځوسیزې

حضرت الله ځاځی چې د کراچۍ کنګز پر وړاندې د پیل توپوهنې ته راوتی و، د ۴ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مټ یې په ۲۶ توپونو ۶۳ منډې وکړې او د پېښور زلمي لوبډلې ته یې بریا ورپه برخه کړه.

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلوونکو لوبه لپاره لوبډله اعلان کړه، …