کورپاڼه / تجارتي ليګونه / حضرت الله ځاځي په خپله چټکه توپوهنه پېښور زلمي ته بریا ورپه برخه کړه او غوره لوبغاړی شو
حضرت الله ځاځی ۳

حضرت الله ځاځي په خپله چټکه توپوهنه پېښور زلمي ته بریا ورپه برخه کړه او غوره لوبغاړی شو

حضرت الله ځاځي نن د پاکستان سوپر لیګ کې لومړۍ لوبه ترسره کړه چې چټکه توپوهنه یې وکړه او د پېښور زلمي لوبډلې ته یې بریا ورپه برخه کړه چې له دې سره یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم واخیسته.

د پاکستان سوپر لیګ (پي ایس ایل) ۲۴مه لوبه د کراچۍ کنګز او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې پېښور زلمي پچه وګټله او لومړی یې د کراچۍ کنګز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کراچۍ کنګز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۸ منډې وکړې، چې له ډلې یې عباس اپریدي ۲۷ ناسوځېدلې او شرجیل خان ۲۵ منډې وکړې، نجیب الله ځدراڼ هم ۱۷ منډې ترلاسه کړې. د پېښور زلمي له خوا وهاب ریاض او ابرار احمد ۳-۳ او سمین ګل بیا ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د ۱۰۹ منډو هدف د پېښور زلمي لوبډلې په ۱۱ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۶ ویکټو په توپیر یې په لوبه کې بریا خپله کړه. د دوی له خوا حضرت الله ځاځي ۶۳ او حېدر علي ۱۶ منډې وکړې.

حضرت الله ځاځي د ۴ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مټ په ۲۶ توپونو ۶۳ منډې وکړې، همدا راز نوموړي په ۱۷ توپونو چټکه پنځوسیزه ووهله او د کامران اکمل او اصف علي سره د پي ایس ایل د تاریخ د چټکې پنځوسیزې ریکارډ کې هم شریک شو.

د کراچۍ کنګز له خوا عماد وسیم ۲، نور احمد او عامر یمین ۱-۱ ویکټ واخیستې. نن نور احمد لکڼوال هم په پي ایس ایل کې لومړۍ لوبه ترسره کړه چې په ۳ اورونو کې یې ۲۴ منډې ورکړې او ۱ لوبغاړی یې وسوځاوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه حضرت الله ځاځي سره ورکړل شوه. همدا راز پېښور زلمي هم په ۹ لوبو کې ۵مه بریا خپله کړه او د ۱۰ نومرو سره په جدول کې دویمه لوبډله شوه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …