کورپاڼه / جالب / یو شخص له پخې ښځې سره واده کړی او روپۍ یې ترې تښتولي

یو شخص له پخې ښځې سره واده کړی او روپۍ یې ترې تښتولي

داسې ډېر راپورونو به مو لوستي یا اورېدلي وي چې ناویانې له شتمنو کسانو سره واده کوي، روپۍ، سره زر او نور شیان ترې پټوي او تښتي، خو په هند کې یو زوم راپورته شوی او له ناوې یې څلور نیم لکه هندي کلدارې وړي دي.

د ټایمز اف انډیا د راپور له مخې ویل کېږي چې له دوه څلویښت کلنې میرمنې له لورې پولیسو ته په عریضه کې ویل شوي، چې دې میرمنې له یاد شخص سره دویم واده وکړ او له واده څو میاشتې وروسته ترې قرض واخیستې او اوس ورک دی.

دې ښځې ویلي: ((دا زما دویم واده دی، لومړی واده په ۱۹۹۴ کال وکړ، چې یوه لور مې ترې لرله، خو په ۲۰۰۸ کال د یوې پېښې په سبب مړه شوه، له هغې وروسته مې له خاوند سره جنجالونه ډېر شول او خبره تر طلاق ورسیده.))

دغه ښځه زیاتوي:((د څه وخت لپاره یوازې اوسیدم، بیا مې له تورن شخص سره واده وکړ، هغه رانه څلور نیم لکه قرض وغوښت، ماسره دوه نیم لکه روپۍ وې، دوه لکه مې ورته قرض راواخیستې، هغه پنجاب ته لاړ، بیا رانغی او وروسته خبره شوم چې بل واده یې کړی.))

پولیسو د تورن شخص په اړه څېړنې پیل کړي او دا یې هم موندلې چې هغه په دې ډول سره په ۲۰۱۸ کال د هند په ګووا کې یوه ښځه لوټ کړې وه.

دا هم ولولئ

هغه هیواد چې اوسیدونکو یې له ډېر غربته چرګان قرباني کړل

د لوی اختر په راتګ سره د نړۍ ټول مسلمانان سنت ابراهیمي پرځای کوي او …