کورپاڼه / خبرونه / له راشد وروسته نوین الحق هم د دهوني په کپتانۍ کې د لوبېدو ارمان کړی
راشد خان، دهوني او نوین الحق

له راشد وروسته نوین الحق هم د دهوني په کپتانۍ کې د لوبېدو ارمان کړی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او چټک توپ اچونکی نوین الحق وايي، چې هغه په ای پي ایل (هند تجارتي لیګ) کې د مهیندر سینګ دهوني په کپتانۍ کې د لوبېدو هیله لري.

تر نوموړي مخکې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان هم په خپله یوه مرکه کې ورته هیله څرګنده کړې وه، هغه چې له تېرو پنځه کلونو راهیسې په ای پي ایل کې لوبېږي، ویلي یې و، چې غواړي د دهوني په کپتانۍ کې ولوبېږي او له هغه څخه زده کړه وکړي.

اوس تازه نوین الحق په انګلستان کې له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي دي، چې هغه د ای پي ایل لوبېدو ته هیله لري او دا هیله هم لري چې د مهیندر سینګ دهوني په کپتانۍ کې به ولوبېږي.

ځوان نوین الحق د افغانستان چټک توپ اچونکی دی چې اوسمهال په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې لوبېږي، خو له دې پرته نوموړی په کارابین پریمئیر لیګ، لنکا پریمئیر لیګ او نورو لیګونو کې هم لوبېدلی دی.

نوین الحق وايي، چې د افغانستان سپینران په ټوله نړۍ کې پېژندل کېږي، خو هغه غواړي چې نړۍ ته دا هم وښايي، چې که د افغانستان چټک توپ اچونکي ډېر سپيډ نه لري، خو مهارتونه لري.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …