کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د جاوېد اپریدي له خوا د حضرت الله ځاځي د توپوهنې ستاینه او د خلکو غوښتنه
جاوېد اپریدی او حضرت الله ځاځی

د جاوېد اپریدي له خوا د حضرت الله ځاځي د توپوهنې ستاینه او د خلکو غوښتنه

تېره ورځ د پاکستان سوپر لیګ کې حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډلې لپاره خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه، چې ډېره چټکه توپوهنه یې وکړه او پېښور زلمي لوبډلې ته یې بریا ورپه برخه کړه، همدا راز د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

د دې تر څنګ حضرت الله ځاځي په ۱۷ توپونو چټکه نیمه سلیزه ووهله او په دې سره د پي ایس ایل په چټکه نیمه سلیزه وهلو ریکارډ کې هم شامل شو، تر هغه مخکې هم دوه لوبغاړو په ۱۷ توپونو نیمه سلیزې وهلې وې.

د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد اپریدي هم دا لوبه په مېدان کې کتله او د حضرت الله ځاځي د توپوهنې ستاینه یې وکړه. هغه په یو ټویټ کې لیکلي دي: ((په زړه پورې او خوندوره بېټینګ ځاځی.))


د جاوېد اپریدي په دغه ټویټ باندې ډېرو کسانو کمنټونه کړي دي او هغوی هم د حضرت الله ځاځي د توپوهنې ستاینه کړې ده، خو ډېرو خلکو بیا له جاوېد اپریدي نه غوښتنه کړې ده، چې افغان لوبغاړو ته دې په هره لوبه کې چانس ورکړل شي.

د پېښور زلمي لوبډلې سره له حضرت الله ځاځي پرته یو بل افغان لوبغاړی وقار سلامخېل هم شته دی، هغه ته تراوسه چانس نه دی ورکړل شوی او حضرت الله ځاځي ته یوازې په پرونۍ لوبه کې چانس ورکړل شوی و، چې خپل ځان یې ثابت کړ.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …