کورپاڼه / جالب / ټایلینډ کې د کورونا واکسین کوونکو ته د خوسکي د ورکولو اعلان شوی

ټایلینډ کې د کورونا واکسین کوونکو ته د خوسکي د ورکولو اعلان شوی

د نړۍ ډېر هیوادونه په دې هڅه کې دي، چې له کورونا وایروس څخه د مخنیوي لپاره له هرې ممکنې چارې ګټه واخلي، چې په دې لړ کې ځینو هیوادونو واکسین کوونکو ته د جایزو د ورکړې اعلان هم کړی.

اوسمهال په دې لړ کې ټایلینډ د کورونا واکسینو د کمپاین بریالي کیدو لپاره ځانګړی اعلان کړی چې ډېر خلکو خوښ کړی هم دی.

د ټایلینډ په شمالي ولسوالۍ کې د واکسین کوونکو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي او ځایي چارواکي هره شنبه یو خوسکی اخلي او هغه خوش قسمتو ته یې ورکوي چې واکسین کوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې هره اوونۍ به یو، یو خوسکی د پچه اچونې له لارې ورکول کېږي، چې په دې ډول به ټول څلرویشت خوسکي ورکړل شي او څلرویشت اوونۍ وخت به ونیسي.

ځایي چارواکي وایي چې د واکسینو د کمپاین په دې اعلان سره هلته د واکسین کوونکو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …