کورپاڼه / اسعار / ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰: امریکايي ډالر د افغانیو پر وړاندې راښکته شو
اسعار ۱۶ جون ۲۰۲۱

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰: امریکايي ډالر د افغانیو پر وړاندې راښکته شو

امریکايي ډالر چې له تېرو څو ورځو راهیسې د افغانیو پر وړاندې هره ورځ پورته روان و، نن یو څه بېرته راښکته شوي دي او اوس ۱ امریکايي ډالر په ۷۸.۶۰ افغانۍ دی.

په سرای شهزاده کې نن (۲۶ جوزا ۱۴۰۰ \ ۱۶ جون ۲۰۲۱) د یو ډالر بیه ۷۸.۶۰ افغانۍ ده، چې پرون بیا دا بیه ۷۸.۷۰ افغانۍ و، یعنې لس ۱۰ پوله راښکته شوی دی.

له تېرو څو ورځو راهیسې ډالر پورته روان و او هره ورځ ۱۰ نه تر ۳۰ پوله پورې ګرانېده، خو نن بېرته یو څه راکم شوی دی. د بانکونو له خوا بیا تراوسه پورې د ډالر نرخ نه دی خپور شوی.

همدا راز په سرای شهزاده کې له ډالر پرته بیا په نورو اسعارو کې ۱ سعودي ریال په ۲۰.۷۵ افغانۍ، ۱ یورو په ۹۴.۶۰ افغانۍ، ۱ پاونډ په ۱۰۹ افغانۍ او ۱ فرانک په ۸۵.۸۰ افغانۍ دی.

د پاکستان ۱۰۰۰ کلدارې هم ۱ افغانۍ راښکته شوي دي او اوس په ۴۹۵ افغانۍ دي، چې پرون یې بیه ۴۹۶ افغانۍ وه، د هند ۱۰۰۰ کلدارې په ۱۰۶۵ افغانۍ دي، د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۳۰ افغانۍ دي، چې پرون په ۳.۳۵ افغانۍ و او د ترکیې ۱ لیره په ۹.۶۰ افغانۍ ده.

دا هم ولولئ

بلاول بهټو او عمران خان

بلاول بهټو: د عمران خان لاسپوڅي حکومت ولس د بې وزلۍ کندې ته رسولی

پاکستانی ځوان سیاستوال او د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بهټو زرداري د پاکستان …