کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د نوین الحق او قېس احمد دواړو لوبډلې له ماتې سره مخ شوې
نوین الحق او قېس احمد

د نوین الحق او قېس احمد دواړو لوبډلې له ماتې سره مخ شوې

په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې تېره ورځ نوین الحق ۲ ویکټې ترلاسه کړې، خو قېس احمد بیا هېڅ ویکټ وانخیسته او د دواړو لوبډلې له ماتې سره مخ شوې.

د یارکشایر او لیسټرشایر لوبډلو ترمنځ په لوبه کې یارکشایر د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۰ منډې وکړې او لیسټرشایر ته یې د ۲۴۱ منډو هدف وټاکه، خو لیسټر شایر په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۲ منډې وکړې او د ۱۸ منډو په توپیر یې لوبه کې ماتې وخوړه.

د یارکشایر له خوا جوني بیریسټو تر ټولو ښه توپوهنه ترسره کړې وه چې ۸۲ منډې یې ترلاسه کړې وې او له دې سره یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

نوین الحق بیا په ۴ اورونو کې ۴۹ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول، همدا راز په توپوهنه کې هم مېدان ته راکوز شوی و، خو کوم بال یې په برخه ونه رسېد.

بلخوا د سمرسیټ او کینټ لوبډلو ترمنځ په لوبه کې سمرسیټ د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۴ منډې وکړې، چې په ځواب کې یې کینټ لوبډلې په ۱۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې وکړې او د ۴۷ منډو په ستر توپیر یې ماتې وخوړه.

د سمرسیټ له خوا ټام ابیل تر ټولو ښه توپوهنه ترسره کړه چې ۶۸ منډې یې وکړې او د غوره لوبغاړي جایزه یې هم واخیسته. قېس احمد په ۳ اورونو کې ۴۰ منډې ورکړې او کومه ویکټ یې په برخه نه شوه، په توپوهنه کې هم په ۵ منډو وسوځېده.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …