کورپاڼه / جالب / نوي کلنۍ جاپانۍ میرمنې خلک حیران کړي

نوي کلنۍ جاپانۍ میرمنې خلک حیران کړي

په جاپان کې یوه داسې زړه ښځه هم شتون لري چې نوي کاله عمر لري، خو د دومره ډېر عمر سربېره بیاهم صحت منده او تندرسته ده او نورو کسانو ته هم د ورزش اړوند روزنه ورکوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه میرمن تاکیشیما میکا نومېږي او په تاکیمیکا سره مشهوره ده او د روان کال په جنورۍ کې خپل نویمه کلیزه ولمانځله.

راپورونه زیاتوي تاکیمیکا د اوه اتیا کلنۍ په عمر نورو ته د ورزش یا فټنس په اړه روزنه ورکول پیل کړ.

د تاکیمیکا کېسه په ځانګړي توګه د هغه کسانو لپاره د لارې مشال دی، چې د ژوند په یوه برخه کې پر ځان د زړښت اغېز پرېباسي او په همدې سبب د ژوند اړینو کارونو او ورزش ته شا کوي.

تاکیمیکا د یوې مرکې پرمهال ویلي چې تر پنځه شپېته کلنۍ پورې یې د عامو ښځو په څېر ژوند کاوه او چاغه وه، چې خاوند یې پرې ملنډې وهلې او له هغې وروسته یې جیم ته تګ پیل کړ او نن هم فیټ ده.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …