کورپاڼه / سياست او روانې چارې / شاهد اپریدی: له ډېره شرمه مې سر ټیټ شو
شاهد اپریدی

شاهد اپریدی: له ډېره شرمه مې سر ټیټ شو

د پاکستان په پارلمان کې تېره ورځ د پارلماني غړو ترمنځ داسې شخړه ترسره شوه، چې له امله یې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د پخواني کپتان او مشهور کرکټر شاهد اپریدي سر هم له شرمه ټیټ کړ.

د پاکستان د پارلمان ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي، چې د پارلمان غړي او مشهور سیاستوال په شخړه دي او یو بل ته ان سپکې سپورې هم وايي.


په دې اړه د پاکستان ملي لوبډلې پخواني کپتان او پخواني کرکټر شاهد خان اپریدي لیکلي دي، چې د پارلمان د دغه حالت په لیدلو مې سر له شرم نه ټیټ شو.

هغه لیکلي دي، دا زموږ مشران او استازي دي؟ دا خو له یو بل سره په ادب خبرې هم نه شي کولی، دا به زموږ استازولي او د هېواد د پرمختګ لپاره څه کار وکړي.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان د پارلمان دغه ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي او د پاکستان نه علاوه د نورو هېوادونو د خلکو له نیوکو سره هم مخ شوي دي.

دا هم ولولئ

خوزستان

ایرانیان تندې اخیستي، د حکومت پر ضد یې احتجاجونه لا پراخ شوي

د ایران په خوزستان کې د لسو ډېرو ښارونو کې خلک د حکومت پر ضد …