کورپاڼه / خبرونه / کرسټیانو رونالډو د کوکا کولا شرکت ته لوی تاوان واړوو

کرسټیانو رونالډو د کوکا کولا شرکت ته لوی تاوان واړوو

د نړۍ په هره برخه کې شرکتونه او برانډونه د خپلو توکو د اعلاناتو لپاره مشهور شخصیتونه انتخابوي، ځکه چې هغوی په دې پوهېږي چې د همدې کسانو په مرسته پیرېدونکې راجلبوي او خپلو توکو ته بازار پیدا کوي.

خو که چېرته کوم مشهور شخص د کوم شرکت یا توکو پر وړاندې پیغام ورکړي، نو کولی شي چې شرکت ته لوی مالي تاوان واړوي. همدغسې یو پېښه له کوکا کولا شرکت سره وشوه او په میلونونه ډالر تاوان یې وکړ.

د پرتګال د فوټبال مشهور لوبغاړي کرسټیانو رونالډو په یو خبري کانفراس کې د میز له سره د کوکا کولا دوه بوتلونه لېرې کړل او د اوبو بوتلونه یې راواخیستل او په پرتګالي ژبه یې وویل (ایګوا) یعنې نوموړي خلکو ته د کوکا کولا پرځای د اوبو څښلو لارښوونه وکړه.

د رونالډو په دې کار سره د کوکا کولا یا سړو څښاکو د بازار ارزښت له ۲۴۲ میلیارده ډالرو څخه تر ۲۳۸ میلیاردو پورې ښکته شو. بل لوري ته د کوکا کولا شرکت چې د اروپا د فوټبال د اتلولۍ سیالۍ سپانسر کوي، د سې شنبې په ورځ په یو بیان کې وایي چې هر څوک حق لري چې د خپل ذوق او اړتیا وړ څښاک وټاکي.

په ټولنیزو رسنیو د رونالډو دغه ویډیو ډېره په تېزۍ لاس په لاس کېږي او خلک یې په کتو سره د نوموړي دغه کړنه مثبت پیغام ګڼي او ستاینه یې کوي.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …