کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: په ګرمو اوبو سره لامبل د ورزش بدیل کیدلی شي

څېړنه: په ګرمو اوبو سره لامبل د ورزش بدیل کیدلی شي

په دې خو موږ ټول پوهېږو چې هره ورځ غسل کول نه یوازې دا چې انسان تازه ساتي، بلکې سستي او کمزوري هم ختموي. خو اوس له یوې څېړنې څخه معلومه شوې چې د غسل لپاره د ګرمو اوبو استعمال د بدن لپاره د ورزش بدیل کیدلی شي.

د بریتانیې ورځپاڼې (ډي میل) د راپور له مخې ویل کېږي چې په کووینټري پوهنتون کې د ترسره شوې څېړنې له مخې معلومه شوې چې په منظم ډول سره غسل کول د وینې جریان، د بدن تودوخه او د زړه د فعالیت کولو وړتیا ډېروي.

په ګرمو اوبو سره د غسل کولو ګټې له ورزش کولو سره ورته وي، د بېلګې په توګه په منظم ډول سره په ګرمو اوبو لامبل د زړه روغتیا، د وینې رګونو او د حجرو په وده او ښه والي کې مهم رول لوبوي او نورې ګټې یې عبارت دي له د وینې فشار کنترولول، د سوخت کمښت او د شکر په دویم ډول ناروغانو کې د شکر کمښت.

څېړونکې وایي چې په منظم ډول سره ورزش کول ډېر لږ خلک کولی شي، ځکه چې یا خو به وخت نه لري یاهم دومره متحرک به نه وي چې په دوامداره توګه ورزش وکړي. همدغه راز د زړو کسانو او ناروغانو لپاره هم ورزش کول ستونزمن وي، نو دغه ډول خلکو ته په ګرمو اوبو سره لامبل د ورزش بدیل کیدلی شي.

د څېړنې له مخې څرګنده شوې، که څه هم ورزش د وازدې په اوبه کولو او د عضلو په پیاوړي کولو کې ډېر ګټور وي، خو په ګرمو اوبو سره د غسل په کولو د بدن تودوخه، د زړه درزا او د وینې جریان تېزوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …