کورپاڼه / روغتيا / چاغښت ولې رامنځته کېږي، سببونه یې څه دي؟

چاغښت ولې رامنځته کېږي، سببونه یې څه دي؟

دا یوه منل شوې خبره ده چې چاغښت ترټولو لویه ستونزه ده او هر څوک چې له دا ډول ستونزې سره مخ شي، نو هڅه یې دا وي چې ځان وژغوري. د خېټې چاغوالی نه یوازې بد ښکاري بلکې د خطرناکو ناروغیو سبب هم کېږي خو پوښتنه داده چې د چاغښت سببونه څه دي؟

لږ خوب کول: د چاغښت له سببونو ترټولو لوی سبب لږ خوب کول دي ځکه چې د انسان بدن په بشپړه توګه خوب ته اړتیا لري، نو که چېرته یې دا اړتیا پوره نه شي نو په پایله کې د وزن د ډېرېدو سبب کېږي.

ډېر خواږه خوړل: ډېر خواږه توکي مشروبا حتی تر دې پورې چې په چایو او کافي کې د بورې ډېر استعمال هم د چاغښت لامل کېږي. همدغه راز د مېوو جوس هم د خوږو مشروباتو بدیل شکل دی چې استعمال یې د بدن وزن ډېروي.

فشار: هغه څوک چې په ذهني توګه خپه وي او په دوامداره توګه د تشویش او اندیښنې ښکار وي په ساینسي توګه ویل کېږي چې دا ډول خلک له چاغښت سره مخ کېږي.

د فایبرو لږ استعمال: فایبر د ښې روغتیا او بدني وزن د کنترول لپاره یو مهم غذایي توکی دی، چې د لوږې احساس کموي او د غذا په شکل لږه کالوري جذبوي او په دې ډول وزن کموي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …