کورپاڼه / خبرونه / ((یوازې شهزاد نه، پنځه شپږ لوبغاړو سره دغه چلند شوی، کرکټ بورډ کې انتقامي کیسې روانې دي))
هستي ګل عابد او محمد شهزاد

((یوازې شهزاد نه، پنځه شپږ لوبغاړو سره دغه چلند شوی، کرکټ بورډ کې انتقامي کیسې روانې دي))

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د کرکټ بورډ پخواني روزونکي هستي ګل عابد هم د ملي لوبغاړي محمد شهزاد سره د کرکټ بورډ بد چلند تایید کړی دی.

څو ورځې وړاندې خپلواک وېبپاڼې ته ځینو سرچینو وویل، چې محمد شهزاد د کرکټ بورډ له خوا په ډېر سپکاوي له مېلمستون څخه ویستل شوی دی.

دا خبر وروسته د کرکټ بورډ ډایریکټر رییس احمدزي او د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسوول حکمت حسن له خوا رد شو او وې ویل چې له هېڅ لوبغاړي سره په کرکټ بورډ کې له سپکاوي ډک چلند نه دی شوی او کرکټ بورډ د ټولو لوبغاړو قدر کوي.

خو اوس تازه هستي ګل عابد تایید کړې ده چې له محمد شهزاد سره بد چلند شوی و او نه یوازې له محمد شهزاد سره، بلکې پنځه شپږو نورو لوبغاړو سره هم د کرکټ بورډ له خوا ورته چلند شوی دی.

هستي ګل عابد د رییس احمدزي او حکمت حسن له خوا شوي پوسټونو سکرین شاټونه هم خپاره کړي دي او دواړه یې سپین سترګي یاد کړي دي چې د ولس په سترګو کې خاورې شیندي. هغه لیکي: ((انسان ولې دومره سپین سترګی شي او د ولس په سترګو کې خاورې وشیندي.))

نوموړی زیاتوي: ((د کرکټ بورډ د مېلمستون او بېروني دروازې نه ملي لوبغاړي ایسار شوي او شړل شوي دي. یوازې شهزاد نه بلکې تر پنځو شپږو پورې لوبغاړو سره دغه بد چلند شوی دی. لوبغاړو دا هم ورته ویلي و چې موږ جیم او فیټنس چېرته کوو، د کوم جګپوړي لخوا ورته ویلي شوي و چې ایوبي مېدان ته ځئ. کرکټ بورډ کې انتقامي کیسې روانې دي که د حل لار ورته پېدا نشوه کېدای شي خطرناک طرف ته لاړې شي.))

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …