کورپاڼه / هنر او کلتور / د ویرات کوهلي سندرې انوشکا شرما ژړولې+ویډیو

د ویرات کوهلي سندرې انوشکا شرما ژړولې+ویډیو

په هندي رسنیو کې یوه ویډیو ډېره په تېزۍ سره لاس په لاس کېږي، چې له مخې یې د هند د کرکټ ملي لوبډلې کپتان ویرات کوهلي سندره وایي او میرمن یې انوشکا شرما ورته ژاړي.

د ویرات کوهلي او انوشکا شرما جوړه په بالیووډ کې یو له هغې جوړې څخه ده چې ډېر زیات مینوال لري او دوی دواړه په ۲۰۱۷ کال د واده په تار سره وتړل شول چې د روان کال په پیل کې یوه لور هم وزېږېده.

د ویرات کوهلي او انوشکا شرما جوړه، چې کوهلي د کرکټ مشهور ستوری او انوشکا د بالیووډ ستورې اداکاره ده، پر ټولنیزو رسنیو ډېر زیات مینوال لري او هره ورځ یو نه یو تصویر یا ویډیو ضرور خپرېږي.

په همدې لړ کې په هندي رسنیو د ویرات کوهلي یوه پخوانۍ ویډیو ډېره په تېزۍ سره لاس په لاس کېږي، چې په دې ویډیو کې نوموړی د انوشکا لپاره د (میری محبوب قیامت هوګي) سندره وایي.

دا ویډیو هغه وخت شوې کله چې دواړو واده نه و کړی او د دواړو نږدې ملګري هم ناست وي او کله چې کامره د انوشکا پر لورې واړول شي نو سترګې یې له اوښکو ډکې وي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …