په هند کې د ټولنیزې رسنۍ له ویبپاڼې ټویټر څخه د خوندي یا محفوظ پلیټ فارم درجه واخیستل شوه او نور به پر وړاندې قانوني چلند کېږي.
د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې هند له ټویټر څخه د خوندي پلیټ فارم درجه اخیستې او د چارواکو د وینا له مخې که چېرته ټویټر غیر قانوني او پاروونکې مواد خپاره کړي نو قانوني چلند به ورسره وکړي.
د هند حکومت وایي چې دوی ځکه له ټویټر څخه د خوندي پلیټ فارم درجه واخیست، چې د دوی په نوي (ای ټي) قوانین یې عمل نه کاوه. نو له دې وروسته که چېرته د ټویټر پر وړاندې قضیه ثبت شوه نو قانوني چلند به ورسره کېږي.
تېر ورځ د ټویټر له لورې په یوه اعلامیه کې ویل شوي ول چې دوی د لنډمهال لپاره یو مشر ټاکلی او هغه به د یاد هیواد د معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت ته ټول تفصیلات ورکړي.
د یادولو وړ ده چې په هند کې د روان کال د میي له پنځه ویشتمې نیټې راهیسې د (ای ټي) نوي قوانین د تطبیق شکل غوره کړی، چې وټساپ یې پر وړاندې قضیه هم ثبت کړې وه.