کورپاڼه / جالب / په هند کې یو ډېر عجیب خوسکی پیدا شوی

په هند کې یو ډېر عجیب خوسکی پیدا شوی

د الله تعالی د خلقت لمن پراخه او د هر ډول مخلوق پیدا کوونکې ده. الله تعالی ډېر داسې ژوندي موجودات پیدا کړي چې انساني سترګې د لېدو ځواک نه لري او همدغه شاید داسې مخلوق یې هم پیدا کړی وي چې زموږ له لمریز نکاح څخه ډېر لېرې ژوند کوي.

خو موږ د هغې په اړه خبرې نه کوو، بلکې د یو داسې خوسکي په اړه خبرې کوو، چې په هند کې په ډېر عجیب ډول سره پیدا شوي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د هند په اتر پردیش ایالت کې یو عجیب الخلقت خوسکی پیدا شوی، چې دوه سترګې، دوه خولې، دوه غوږونه او څلور سترګې لري.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه خوسکی څو ورځې وړاندې د اروند یادو په نوم د یو شخص په کور کې پیدا شوی، چې غوا او خوسکی دواړه یې صحت مند دي.

راپور زیاتوي چې د خوسکې له پیدا کېدو سره خبر په ټول کلي او شاوخوا سیمو کې خپور شو، چې اوس یې ډلې، ډلې د کتلو لپاره له نږدې سیمو ورته راروان دي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …