کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: که چېرته پر چاغو کسانو ملنډې ووهل شي، نو هغوی بیا ډېر خوراک کوي

څېړنه: که چېرته پر چاغو کسانو ملنډې ووهل شي، نو هغوی بیا ډېر خوراک کوي

په امریکا کې پر ځوانانو د یوې څېړنې له مخې معلومه شوه، که چېرته پر چاغو کسانو ملنډې ووهل شي او رشخند شي، نو هغوی خپه کېږي او ډېر خوراک کوي چې بیا نور هم چاغېږي.

څېړونکې وایي که چېرته چاغو کسانو ته پیغور ورکړل شي او د هغوی په خوراک او څښاک ملنډې ووهل شي، نو هغوی ډېر سخت خپه کېږي او ډېر خوراک کوي، چې په پایله کې نور هم چاغېږي.

له دې وړاندې هم له څېړنو ثابته شوې وه، که چېرته کوم شخص ته د چاغښت په سبب پیغور ورکړل شي یا پرې ملنډې او مسخرې وشي نو هغوی په ژور خپګان، ځان ځورونې او په خوراک او څښاک له برابرۍ سره مخ کېږي.

په نوې څېړنه کې چې د بېلابېلو نسلونو ځوانان یې څېړلي او د هغوی ټولنیز او روغتیایي اړخونه یې په نظر کې نېولي ول، ترې معلومه شوه هغه ماشومان چې د ژوند په لومړیو کې د وزن په سبب رشخند شوي وي، ډېر خوراک کوي او په ځوانۍ کې له چاغښت سره مخ کېږي.

د څېړونکې ډلې غړی لارا هوپر وایي چې له دې څېړنې یې په چاغښت د ملنډو وهلو او په خوراک او څښاک کې د نابرابرۍ ترمنځ ژوره اړیکه موندل شوې، خو تر اوسه پورې دا نه ده څرګنده شوې چې ټولنیز بد چلند دې د چاغښت لامل وګڼل شي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …