کورپاڼه / خبرونه / مشفیق الرحیم د ای سي سي له لورې د میاشتې غوره لوبغاړی ونومول شو

مشفیق الرحیم د ای سي سي له لورې د میاشتې غوره لوبغاړی ونومول شو

د کرکټ نړیوالې ادارې (ای سي سي) د ۲۰۲۱ کال د میي د میاشتې لپاره د بنګله دیش لوبډلې تکړه لوبغاړی مشفق الرحیم د میاشتې غوره لوبغاړی اعلان کړ.

مشفیق الرحیم په دې وروستیو کې د سریلانکا پر وړاندې د یوه ورځینو لوبو په لړۍ کې ښه توپ وهنه وکړه او ترټولو ډېرې منډې یې وکړې او خپله لوبډله یې په لوبلړۍ کې بریالۍ کړه.

لکه څنګه چې د کرکټ نړیواله اداره هره میاشت د غوره لوبغاړي د ټاکلو لپاره څو کسه انتخابوي، دا ځل یې د له بنګله دیش څخه مشفق الرحیم، له سریلانکا څخه پراوین جیا وکراما او له پاکستان څخه حسن علي ټاکلی و.

اوسمهال د کرکټ نړیوالې ادارې پر خپله ټویټر لیکلي چې د میاشتني غوره لوبغاړي جایزه مشفیق الرحیم ګټلې، هغه د سریلانکا پر وړاندې لوبلړۍ ترتولو زیاتې منډې یعنې ۲۳۷ منډې کړې وې.

د یادولو وړ ده چې ای سي سي د میاشتې غوره لوبغاړی د کرکټ د مینوالو له رایې ورکولو وروسته ټاکلی.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …