کورپاڼه / روغتيا / آیا د جامن له حیرانوونکو روغتیایي ګټو څخه خبر یاست؟

آیا د جامن له حیرانوونکو روغتیایي ګټو څخه خبر یاست؟

جامن یوه داسې خوندوره مېوه ده، چې بې شمېره حیرانوونکې غذایي توکي لري. ددې مېوې ونه له دیرشو تر څلویښتو فوټو پورې اوږدوالی لري او په نمجنه هوا کې ښه حاصل ورکوي او په غرنیو سیمو کې وده نه کوي.

جامن په عموم کې دوه ډولونه لري یو یې ځنګلي وي چې مېوه یې وړه خو ډېره خوندوره وي او بل ډول یې وطنۍ وي چې دا بیا تروش خوند لري او دغه مېوه د هند په نیمه وچه کې ډېره کېږي.

په جامن کې ۸۳ سلنه اوبه، ۱۶ سلنه کاربوهایډریټ، یو سلن پروټین او ډېر لږ غوړ لري. همدغه راز په سل ګرامه جامن کې ۶۰ کالوري، ویټامین سي، ویټامین بي، کلسیم، اوسپنه، میګنیزیم، فاسفورس، پوتاشیم او سودیم هم شتون لري.

جامن د سوړ خاصیت لرونکې مېوه ده او د هغه کسانو لپاره ګټوره ګڼل کېږي چې د ګرم طبیعت لرونکې وي. دغه راز د معدې او ځیګر لپاره هم ډېر اغېزمن وي، هضم ښه کوي، د لوږې احساس کموي او له بدن څخه تودوخه خارجوي.

همدغه راز وینه پاکوي، د پوستکي ښکلا ښه کوي، د غاښونو او ژامو ستونزې ختموي او پیاوړتیا وربخښي. ترڅنګ یې د ګردو او مثانې تیږي ختموي، ټوخی ختموي او د ساه لنډۍ ستونزې حلوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …