کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ملتان توپوهنه کوي، رحمان الله ګربز نشته او ظاهر خان لوبېږي
ظاهر خان

ملتان توپوهنه کوي، رحمان الله ګربز نشته او ظاهر خان لوبېږي

د پاکستان سوپر لیګ کې نن ۲۵مه لوبه د ملتان سلطانز او کوټې ګلیډیټرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، د لوبې په پیل کې کوټې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.

کوټې ګلیډیټرز افغان توپ اچونکی ظاهر خان د نننۍ لوبې لپاره اخیستی دی، خو په ملتان سلطانز لوبډله کې بیا رحمان الله ګربز لوبې ته نه دی غوره شوی.

د ملتان سلطانز ۱۱ کسیزه نوملړ: شان مسعود، محمد رضوان، سهیب مقصود، ریلي روسو، جوهانسن چارلس، خوشدل شاه، سهیل تنویر، بلیسنګ موزرباني، شاهنواز دهاني، عمران خان او عمران طاهر.

د کوټې ګلیډیټرز ۱۱ کسیز نوملړ: جیک ویدرالډ، عثمان خان، کیمرون ډیلپورټ، سرفراز احمد، اعظم خان، محمد نواز، حسن خان، عثمان شینواري، ظاهر خان، محمد حسنین او خرم شهزاد.

د یادولو ده چې ویل کېږي رحمان الله ګربز ناروغ دی، نو له دې امله په نننۍ لوبه کې نه دی اخیستل شوی. یاده دې وي چې ملتان سلطانز ۶ نومرې لري او کوټه ګلیډیټرز ۴ نومرې لري چې تر ټولو وروستۍ لوبډله ده.

دا هم ولولئ

سریلانکا لومړۍ شل اوریزه لوبه هند ته وبایلله

د هند او سریلانکا ترمنځ د درېیو نړیوالو شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې …