کورپاڼه / هنر او کلتور / متن چکرورتي ته خپلو ډیلاګونه غم وکوت؛ پولیسو ترې پوښتنې، ګروېږنې وکړې

متن چکرورتي ته خپلو ډیلاګونه غم وکوت؛ پولیسو ترې پوښتنې، ګروېږنې وکړې

د هندي فلمونو اداکار یا هنرمند متن چکرورتي ته د خپلو فلمونو ډیلاګونه قیمتي تمام شول، پولیسو نېولی، پوښتنې او ګروېږنې یې ترې کړي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې متن چکرورتي چې په دې وروستیو کې یې د (بارتیه جنتا پارټي) په نوم ګوند کې شامل شوی، د کلکتې پولیسو نېولی او پوښتنې، ګروېږنې یې ترې کړي.

راپورونه زیاتوي چې د نوموړي پر خلاف قضیه ثبت شوې وه، چې له مخې یې ویل کېږي چې هغه پخپلو بیانونو کې نفرت خورونکو او پاروونکو خبرو ته هوا ورکړې.

بل لوري ته متن چکرورتي پخپل ځان لګېدلي تورونه رد کوي او په دې اړه یې د کلکتې سترې محکمې ته هم تللی دی.

نوموړي محکمې ته ویلي چې پخپلو بیانونو کې یې د فلمونو ډیلاګونه تکرار کوي او داسې څه خبره یې نه ده کړې چې له مخې دې پرې د پاروونکو خبرو کولو یاهم د نفرت خورولو تور پورې شي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …