کورپاڼه / سياست او روانې چارې / حمیدالله توخي د زابل نوی والي وټاکل شو
حمیدالله توخي

حمیدالله توخي د زابل نوی والي وټاکل شو

حمیدالله توخي د زابل ولایت لپاره نوی والي ټاکل شوی دی، نوموړی پخوا هم د دوه ولایتونو والي پاتې شوی او همدا راز د ولسي جرګې غړی هم پاتې شوی دی.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د حمیدالله توخي د مقررۍ په اړه په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي: ((حميدالله توخي د زابل ولايت نوی والي وټاکل شو. د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د وړانديز او د جمهوري رياست عالي مقام د (۱۴۰۰/۳/۲۵) نېټې، د (۹۷۲) ګڼې حکم په اساس؛ ښاغلی حميدالله توخي د زابل ولايت والي په توګه وټاکل شو.))

د یادولو وړ ده چې حمیدالله توخي په خپله د زابل ولایت اوسېدونکی دی، هغه پخوا هم د زابل والي پاتې شوی دی او همدا راز د مېدان وردګو ولایت هم ۳ میاشتې د والي په توګه پاتې شوی دی. حمیدالله توخي په افغانستان کې د نورو دندو تر څنګ د ولسي جرګې غړی هم پاتې شوی دی.

په دې وروستیو کې حکومت یو ځل بیا ځینو ولایتونو ته والیان بدل کړل، چې په دې لړ کې تېره ورځ د لغمان ولایت لپاره هم والي بدل کړای شو.

د لغمان مخکینی والي رحمت الله یارمل چې ۱۰ میاشتې مخکې یاد ولایت ته د والي په توګه لېږل شوی و، لس میاشتې وروسته له دندې لیرې شو.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …